تورغر سيمه کې د جينکو هائي سکول نېشته

Anwar Yousafzai

تور غر د خېبر پښتونخوا هاغه ضلعه ده چرته چې د جينکو لپاره هېڅ يو هائي سکول نشته په ټوله ضلع کې دوه مډل(تر اتم جماعت) سکولونه دي د پنځم جماعت (پرايمري) نه پس زيات تره جينکۍ په سکول پرېښودو مجبوره شي۔

په يو نيم لکه نه زيات خلکو مشتمله تور غر سيمه د جنيکو هائي سکول نه لري۔په صوبه کې تعليمي ايمرجنسي نافذ کونکی ګوند تحريک انصاف هم په دې ضلعه کې هائي سکولونه جوړولواو مډل سکولونو شمېره په زياتولو کې ناکامه شوې دی د سيمې اوسېدونکيو تر مخه اکثره جينکۍ د اتم جماعت نه پس تعليم پرېږدي۔

بائسو حسن زئي اوسېدونکی فيصل وائي چې په ضلعه کې هائي سکول خو لرې خبره په ټوله ضلعه کې د جينکو لپاره يواځې دوه مډل سکولونه (تر اتم جماعت) دي او په دې سکولونو کې بنيادي سهولتونه هم کم دي،د غريزې علاقې له وجې اکثره مياندې پلاران خپلې لوريانې تعليم لپاره لرو پرتو سيمو ته نه ليږي۔

فيصل وائي چې تور غر سيمه کې ښځو لپاره د تعليم کمې موقعو وجې کې يوه وجه د دې ځايې قبايلي دود دستور(روايات) هم دي اکثره خلک جينکو ته تعليم ورکول د قبايلي رواياتو خلاف ګڼي۔ که داسې نه وی نو خلکو به خپل منتخب شوي حکومتي واکمنو او حکومت نه د جينکو لپاره د سکول جوړولو غوښتنه کړې وه۔

د تور غر آبادي په يو لکه اوويا زره کسانو مشتمله ده چې پکې 86 زره سړي او 85 زره ښځې شاملې دي خو ښځو لپاره ټوله ضلعه کې يو هم هائي سکول نشته چرته چې هغوي د اتم جماعت نه پس خپل تعليم جاري وساتي

د خېبر پښتونخوا تعليم محکمې کليز رپورټ 2018  تر مخه تور غر کې په مډل اسکولونو کې په مجموعي توګه 262 جينکۍ داخلې دي په کوم کې چې 259 سرکاري او 3 شخصي يا د پرايويټ سکولونو زده کونکې دي۔

د فېصل وېنا ده چې په کومو سيمو کې مډل سکول نزدې وي نو هلته جينکۍ تر اتمه زدکړې وکړي ګيني نورې جينکۍ پنځم جماعت(پرايمري)نه پس تعليم پرېږدي۔ د ده وېنا وه چې ځايې خلک خپلې لوريانې مخکې تعليم لپاره د بونير،مانسهرې يا بټه ګرام ضلعو کالجونو ته لېږي خو په ټول تور غر کې داسې خلک ډېر کم دي ځکه چې يواځې پيسه لرونکي خلک په نورو ضلعو کې د تعليم خرچه برداشت کولې شي۔

Anwar Yousafzai
تورغر سيمه کې د جينکو هائي سکول نېشته
تور غر د خېبر پښتونخوا هاغه ضلعه ده چرته چې د جينکو لپاره هېڅ يو هائي سکول نشته په ټوله

د تعليم محکمې د 2018 رپورټ تر مخه تور غر سيمه کې جينکو لپاره 61 پرايمري سکولونه دي خو بيا هم په دې کې 7 سکولونه داسې دي چې بې له ودانۍ دي دې نه علاوه يو سکول د کرايې په عمارت او 6 سکولونہ د ځايي خلکوپه مرسته جوړ شوي عمارتونو کې جوړ کړې شوي دي۔

حسن زئي اوسېدونکی نصيب شاه څوک چې1987 راهسې د تور غر په مختلفو سکولونو کې ماشومانو ته زدکړې ورکوي د ده ووېنا ده چې د جينکو تعليم  د دې سيمې د ټولو مهمه مسله ده خو تر نن پورې په دې چا توجو نه ده ورکړې۔ لومړې به د دې ځايې خلکو په جينکو تعليم نه کولو خو اوس حالات بدل شوي دي او خلک په جينکو په خپلو لوريانو سبق وئيل غواړي۔

نصيب شاه زياته کړه چې د هغه درې لوريانې دي کومې چې د مانسهره ضلعې په مختلف سکولونو او کالجونو کې تعليم تر لاسه کوي

له بده مرغه خلک اعلی تعليم لپاره خپل بچي نورو ضلعو ته لېږي خو د تور غر اوسېدونکي د اتم جماعت پاس کولو پس خپل بچي په سوونو کلو مېتره لرې استولو مجبوره دي

د نصيب شاه وېنا ده چې تورغر ته د ضلعې درجه ورکولو پس د هلکانو او جينکو تعليم ته توجو ورکول پکار وو خو داسې ونه شو خلک خپل زمکې او جائيداد او زر خرڅوي او او په خپلو بچو تعليم کوي

تېرو عام ټول ټاکنو (انتخابات) کې د تور غر نه ټاکل شوې د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی زرين ګل په دې سيمه کې د تعليم کموالي وجه د دې ځايې قبايلي روايات ګڼي۔

د نوموړي وېنا وه چې ځيني علاقو کې دوي د تعليم مخلوط نظام راوستو هڅې وکړې خو ځايې خلکو د دې فېصلې مخالفت وکړو

د ده وېنا وه چې دا سيمه زيات تره غريزه ده نو ځکه د سکول لپاره زمکه تر لاسه کولو کې مشکل وي خو تېر حکومت کې پلوسه سيمه کې د جينکو هائير سيکينډري اسکول لپاره د اتو کنالو زمکې اخيستو کاغذي کاروائي تر سره کړې شوې ده خو د سکول په ودانۍ لا کار نه دی پېل کړی شوی

د تور غر پي کے 35 نه سږ کال 2018 ټاکنو کې دشپږ سياسي ګوندونو او دوه آزاد اميدوار برخه اخلي په دې 8 اميدوارانو کې دوه بې تعليمه دي 3 ميټرک او يو تر دولسم تعليم کړی ۔ دوه اميدواران داسې دي چا سره چې د ګريجويشن يا څوارلسم ډګريانې دي۔ خو اوس به را روان وخت کې دا کتل وي چې د سيمې ولس په سيمه کې د تعليم مسلې حل کولو لپاره کوم اميدوار ټاکي او بيا هاغه اميدوار منتخب کېدو وروسته تعليم لپاره څه ګامونه پورته کوي

Rana Awais (PP-193) commits to Focus on Missing Facilities

Mian Irfan (PP-231) Commits to Provide Missing Facilities

Elsewhere on Taleem Do

Hajrah Mumtaz

Set for school

Some govt schools in Murree trigger optimsim

Zubeida Mustafa

Education without substance

Teacher training to curricula all need work urgently

Fariya Hashmat

Education can spur economic development

Countries can be highly developed even without natural resources

Sobia Saleem

School being used to dump garbage

It looks more like a garbage dump than a school.

آج ہی تعلیم دو ایپ ڈاؤن لوڈ کریں اور پاکستان میں تعلیمی اصلاحات کے لیے اپنی آواز بلند کریں