د پېښورهلکانو او جينکو سکول د تعليم محکمې د بې غورۍ ښکار

Muhammad Irshad

د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور حلقه 75 یونین کونسل باغبانانو ډېرۍ مشتاق آباد کې جوړ د جينکو سرکاري پرايمري سکول ۹ کاله پس هم فعاله نه شو د څه له وجې چې ځايي زده کونکې جينکۍ لرو پرتو سيمو ته د تعليم لپاره په تلو مجبوره دي ۔

کال 2009 کې عوامي نېشنل ګوند حکومت کې د دې سکول بنياد اېښودې شوې وو خو د نا قصه منصوبه بندۍ او د تعليم محکمې د بې غورۍ له وجې سکول د اوبو په جبه کې جوړ شو۔د جينکو سره سره د هلکانو پرايمري سکول هم جوړ کړې شوخو په جبه  جوړېدو له وجې د باران اوبه په سکول کې ودرېدې نو د سکول جوړيدو منصوبه د مکملېدو نه وړاندې ورانه شوه

د ځايي کونسلرعارف عمران د وېنا تر ډېرې مودې راهسې د سکول ميدانۍ او دننه کمرو کې اوبه ولاړې دي۔ولې بل خوا د تعليم محکمې د بې غورۍ له وجې غلاګرو د سکول کړکۍ او دروازې هم ووړي دي

د نوموړي وېنا وه چې د عوامي نېشنل ګوند حکومت کې د منصوبې په مکملېدو هېڅ غور ونه کړی شو د څه پس چې 2013 کې د دې حلقې نه د پاکستان تحريک انصاف ګوند صوبائي اسمبلۍ غړی عارف يوسف منتخب شو خو هغه هم په دې پنځو کالو کې په دې اړه څه مثبت ګامونه پورته نه کړه او نه يې د دې مسلې په اړه څه نوټس واخيستو

دا وخت د دې حلقې نه عوامي نېشنل ګوند غړی سيد عاقل شاه ټاکنو کې اميدوار دی څوک چې 2003 نہ تر 2013 د دې حلقې ايم پي ای پاتې شوی دی۔د سيد عاقل شاه په مقابله کې پاکستان تحريک انصاف ګوند ملک واجد علي خان د متحده مجلس عمل  ارباب محمد فاروق جان ،پاکستان راه حق ګوند محمد ابراهيم قاسمي پشمول د مختلف سياسي ګوندونو اميدوارانو سره سره د سکهانو ټولنې غړی راديش سنګھ ټوني هم د دې حلقې نه په انتخاباتو کې برخه اخلي۔دې ټولو اميدوارانو د خپل کاميابېدو په صورت کې د دې سکول دا مهمه مسله حل کولو لپاره خپلې هيلې څرګندې کړي دي

بل خوا د دې ځايې ماشومان وايي چې خلک اوس د دې سکول ګېرچاپېره ګند اچوي د څه له وجې چې د دې ځايې ولس ته دې لارې نه تېريدل ګران شوي دي د علاقې خلک غوښتنه کوي چې د جينکو سکول مسلې حل کولو سره سره دې د هلکانو په سکول هم توجو ورکړې شي ځکه چې څه موده مخکې يو ماشوم د دې سکول چت نه پرېوتی او مړ شوی دی

Rana Awais (PP-193) commits to Focus on Missing Facilities

Mian Irfan (PP-231) Commits to Provide Missing Facilities

Elsewhere on Taleem Do

Ibrahim Shinwari

Only one-fifth of destroyed schools rebuilt in Khyber

Inadequate facilities swelling ranks of out-of-school children

Shanza Khalid

Zafar Iqbal Nagra (PP-109) Pledges to Upgrade 60 Schools

Shanza Khalid

Atif Khan (NA-21, PK-50) Commits to Improve Learning Outcome

Shanza Khalid

Kamran Yousaf (NA-162) Commits to Upgrade Primary Schools

آج ہی تعلیم دو ایپ ڈاؤن لوڈ کریں اور پاکستان میں تعلیمی اصلاحات کے لیے اپنی آواز بلند کریں