د کوهستان ماشومان په ډاګه تعليم تر لاسه کوي

Anwar Yousafzai

په کوهستان کې يو اسکول کې 200 نه زيات ماشومان د تېرو اوو کالو راهسې په ډاګه بې له ودانۍ په تعليم تر لاسه کولو مجبور دي۔

کوهستان د خېبر پښتونخوا هاغه ضلع ده چرته چې 25 فيصده سرکاري سکولونه د ودانۍ نه محرومه دي۔د ګورنمنټ پرائمري سکول جانس آباد کوهستان زدکړه کونکي تېرو اوو کالو راهسې بغير له ودانۍ اسکول کې زدکړې کوي۔باران او سخت موسم کې دا سکول بند وي۔د وچتو او شنو غرونو په مينځ کې دې سکول کې 267 ماشومان تعليم تر لاسه کوي د کوم چې نه خوچارديوالي شته او نه پکې د ناستې څه انتظام۔

په ډاګه ناستدا ماشومان که يو خوا دسخت موسم سر مخ وي نو بل خوا ورته په سبق وئيلو کې هم مشکلات رامخې ته وي۔

د دې سکول استاذ عصمت الله ووېل چې دی او د ده نور استاذان ملګري د تېرو اوو کالو نه ماشومان هلکانو او جينکو ته په داسې حالاتو کې په ډاګه زدکړي ورښائي۔د ده وېنا وه چې کله باران وشي نو دوي ماشومانو ته چهټي ورکوي ځکه چې کلي کې ګېر چاپېره چرته هم د سر پټولو ځايې نشته ۔

استاذ عصمت الله ووېل چې په سوونو ماشومانو د کچي نه تر پنځم جماعته پوره شپږ کاله هم داسې په ډاګه دې سکول کې  تېر کړه ۔

عصمت الله وايې چې ځايي خلکو د لرګو اود اوسپنې څادر نه يو کوټه شان جوړه کړې ده په کوم کې چې د سکول کاغذونه،بليک بورډ رجسټرز او نور ضروري سامان پروت وي۔

د استاذانو او مقامي خلکو وېنا تر مخه 2005 زلزله کې دې سکول ته معمولي زيان رسېدلی وو خو هغې ورستو په کال 2011 نومبر مياشت کې د بجلۍ له وجې اوور ولګېډو چې له وجې دا سکول ټول وسوزېدو او دا ماشومان هاغه راهسې بې له ودانۍ په ډاګه په تعيلم حاصلولو مجبور دي۔

د دې سيمې يوسماجي کارکن حفيظ الرحمان هم د دې سکول په خراب صورتحال اندېښمن دے د ده وېنا ده چې دوه منتخب شوي حکومتونو خپل د حکومت دور پوره کړو خو د دې سکول حالت ښه نه شو۔

Anwar Yousafzai
تورغر سيمه کې د جينکو هائي سکول نېشته
تور غر د خېبر پښتونخوا هاغه ضلعه ده چرته چې د جينکو لپاره هېڅ يو هائي سکول نشته په ټوله

حفيظ الرحمان پوښتنه کوي چې يو شان نظام تعليم داسې وي؟؟ چرته چې يو خوا ماشومان انګريزۍ ژبې سکولونو کې تعليم تر لاسه کوي او هغوي ته ټول سهولتونه هم ورکړل کېږي خو بل خوا هاغه زده کونکي چا ته چې سهولوتونه ورکول خو لرې خبره بلکې د هغي تر پنځم جماعت پورې د سکول عمارت هم نه دی ليدلې۔

د دې سيمې وسېدونکي وايي چې د سکول عمارت جوړولولپاره د سياسي غړو د تعليم محکمې د افسرانو سره په بيا بيا خبرې شوې دي خو تر دې دمه په دې اړه لا څه کار نه دی شوی۔

د کوهستان دې حلقې نه د پاکستان مسلم ليګ (ن)عبد الستار مسلسل دوه ځل د قامي اسمبلۍ غړې ټاکل شوی دی۔

د تعليم محکمه د خېبر پښتونخوا حکومت په ولقه کې راځي او په دې مياشت کې کېدونکې ټول ټاکنو (انتخابات) کې حلقه پې کے 25 کې د18 امیدوارانو تر مینځه به مقابله وي په کوم کې چې 14 آزاد اميدوارانو نه علاوه د پاکستان تحريک انصاف،متحده قامي موومنټ، راه حق ګوند اود قامي وطن ګوند اميدوارن شامل دي۔ د کوهستان ولس ته به دې اميدوارانو کې داسې اميدوار ټاکل وي کوم چې د جانس آباد پشمول د ضلعې نور سکولونو ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي۔

د خېبر پښتونخوا د تعليم محکمې تعليمي رپورټ 2017-2018 تر مخه په کوهستان کې 629 سرکاری سکولونو کې 162 سکولونه بې له ودانۍ دي چې پکې د هلکانو145 او جینکو 16 سکولونہ شامل دي او په مجموعي توګه ټوله صوبه کې د 483 سکولونوودانۍ نيشته۔۔

Rana Awais (PP-193) commits to Focus on Missing Facilities

Mian Irfan (PP-231) Commits to Provide Missing Facilities

Elsewhere on Taleem Do

Alif Ailaan Report

Lasbela moots an emergency situation

Candidate spell out plans but seem not to inspire confidence

Zubeida Mustafa

No school, no education

How an entire generation is being let down

an Alif Ailaan Contributor

Good teachers but cramped classrooms

Sabieh ul Hasan Rizvi

TMS: Where there is a will, there is a way

Running charity school with satisfactory results is very tough

آج ہی تعلیم دو ایپ ڈاؤن لوڈ کریں اور پاکستان میں تعلیمی اصلاحات کے لیے اپنی آواز بلند کریں